پروان کې یو ځوان د خپلې کورنۍ ۴ غړي په ډزو وژلي

30 جوزا 1397 ساعت 11:26

د پروان امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې یو ځوان هلک د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او څلور تنه یې وژلي دي.


د پروان امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې یو ځوان هلک د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او څلور تنه یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (چهارشنبې شپه د غبرګولي ۲۹ مه) د چاریکارو ښار اړوند د تتم دره بالا په کلي رامنځ ته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونوال محمد کاظم خان وايي، په یاد کلي کې یو ځوان د خپلې کورنۍ پر غړو د ټوپک سپېلۍ ور اړولې او څلور تنه یې وژلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې قاتل زاهد نومېږي او خپل ورور، خور، خورېږ او د خور خاوند یې د ښکاري ټوپک په ډزو وژلي او خپله له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

دی وايي، قاتل رواني ناروغي درلوده او په ډزو یې ۳۵ کلنه خور هم ټپي شوې ده.

د پروان جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر زیاتوي، چې پولیس د قاتل د نیولو په لټه کې دي، خو تر اوسه یې نه دی نیولی.

د پروان د ملکي روغتون مشر عبدالقاسم سنګین هم وايي، دوی ته یوه ټپي مېرمن وروړل شوې، چې د سختو ټپونو له امله د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 105404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com