۰

پروان کې یو ځوان د خپلې کورنۍ ۴ غړي په ډزو وژلي

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۶
د پروان امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې یو ځوان هلک د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او څلور تنه یې وژلي دي.
پروان کې یو ځوان د خپلې کورنۍ ۴ غړي په ډزو وژلي
د پروان امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې یو ځوان هلک د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او څلور تنه یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (چهارشنبې شپه د غبرګولي ۲۹ مه) د چاریکارو ښار اړوند د تتم دره بالا په کلي رامنځ ته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونوال محمد کاظم خان وايي، په یاد کلي کې یو ځوان د خپلې کورنۍ پر غړو د ټوپک سپېلۍ ور اړولې او څلور تنه یې وژلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې قاتل زاهد نومېږي او خپل ورور، خور، خورېږ او د خور خاوند یې د ښکاري ټوپک په ډزو وژلي او خپله له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

دی وايي، قاتل رواني ناروغي درلوده او په ډزو یې ۳۵ کلنه خور هم ټپي شوې ده.

د پروان جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر زیاتوي، چې پولیس د قاتل د نیولو په لټه کې دي، خو تر اوسه یې نه دی نیولی.

د پروان د ملکي روغتون مشر عبدالقاسم سنګین هم وايي، دوی ته یوه ټپي مېرمن وروړل شوې، چې د سختو ټپونو له امله د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي