۰

ولسي جرګه د سولې له پاره یوه طرحه جوړوي

چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۸
د ولسي جرګې غړو توافق وکړ، چې د سولې له پاره پر یوې طرحې کار وکړي او د ولسي جرګې د مصوبې په نامه یې د سولې عالي شورا ته وړاندې کړي.
ولسي جرګه د سولې له پاره یوه طرحه جوړوي
د ولسي جرګې غړو توافق وکړ، چې د سولې له پاره پر یوې طرحې کار وکړي او د ولسي جرګې د مصوبې په نامه یې د سولې عالي شورا ته وړاندې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي نن چهارشنبې د غبرګولي ۳۰ مه په عمومي غونده کې و ویل که څه هم جرګې د هېواد په تحولاتو په ځانګړې ډول د سولې په بهیر کې لږ رول درلود خو تمه ده، چې د سولې د طرحې په جوړولو سره وکولای شي د سولې له پاره کار وکړي او په دې برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

نوموړي په جرګه کې د سولې د طرحې جوړلو وړاندیز وکړ او دغه وړاندیزې رایې اچونې ته وړاندې کړ، چې جرګې د غړو له خوا پرې توافق وشو.

ابراهیمي زیاته کړه، چې جرګه د دې سولې له پاره یوه طرحه چمتو، تصویب او وروسته یې د جرګې د غړو د نظرنونو د جمع بندۍ په شکل د سولې عالي شورا ته وړاندې کړي.

ده پر دغه وړاندیز د  جرګې د غړو تر توافق وروسته ټولو کمېسیونونو ته هدایت ورکړ، چې په لسو ورځو کې د سولې د راتګ له پاره چې په څه ډول سوله راتلی شي، نظریات سره راجمع کړي، وروسته یې د داخلي امنیت کمېسیون ته وسپاري تر څو دغه کمېسیون د وکیلانونو نظریات د جمع بندۍ په شکل د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

باید و ویل شي، چې د سولې له پاره د یوې طرحې جوړلو وړاندیز د یو شمېر وکیلانو له خوا شوی و خو د جرګې په نننۍ غونډه کې یو شمېر نورو وکیلانو هم د دغه وړاندیز څخه ملاتړ وکړ.

د جرګې غړي نادرخان کټوازي و ویل، چې ولسي جرګه باید د سولې په اړه یوه طرحه جوړه او حکومت ته یې وسپاري تر څو د هغه پر بنسټ ګامونه اوچت شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړې شکېبا هاشمي و ویل، چې د دوی کمېسیون د دغه طرحې جوړلو ته چمتو دی.

نوموړي و ویل، چې د دې طرحې د لا بډاینې له پاره به بیا د جرګې د غړو او دغه راز د هلمند د سولې د کاروان نظریات او وړاندیزوه راټول او عمومي غونډې ته به یې راوړي.

ها خوا بیا د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د هلمند د سولې د کاروان هڅې او زحمتونه وستایل، هرکلی او ملاتړ یې وکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې د دغه کاروان له غړو سره باید ولسي جرګه یوه ناسته تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي