سرپل کې یو ځوان خپله مور وژلې ده

31 جوزا 1397 ساعت 14:39

د سرپل د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوه ځوان خپله مور وژلې خو د پولیسو له خوا نیول شوی دی.


د سرپل د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوه ځوان خپله مور وژلې خو د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د ښځو چارو رییسه نسیمه آرزو ویلي دغه پېښه پرون چهارشبنې د غبرګولي ۳۰ مه د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د تبر په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په یاد کلي کې یو ځوان چې په نشه يي توکو روږدی و، خپله مور ځکه وژلې، چې نوموړي ته یې پیسې نه ورکولو.

د مېرمن آرزو په خبره قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او اعتراف یې کړی، چې د پیسو د نه ورکړې له امله یې مور وژلې ده.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 


د مطلب کود: 105463

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105463/

جمهور
  https://www.jomhornews.com