هرات کې نامعلومه وسله والو یو دیني عالم وژلی دی

2 سرطان 1397 ساعت 8:58

امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په هرات ولایت کې یو تن دیني عالم جعفر توکلي په ډزو وژلی دی.


امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په هرات ولایت کې یو تن دیني عالم جعفر توکلي په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د هرات ښار د ۶۴ سړک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر امین الله امین وايي، دوه تنه موټر سپرو وسله والو پر دیني عالم جعفر توکلي د هغه د کور مخې ته ډزې کړې او وژلی یې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

باید و ویل شي، چې جعفر توکلي هرات ولایت کې یو له وتلو دیني عالمانو او د حکمت په نوم د یوې سیمه ییزې رادیو بنسټګر او مشر هم وو.

تر اوسه د دغه دیني عالم د وژنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 


د مطلب کود: 105486

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com