سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په کندهار ولایت کې د سړک جوړونې د یوه شرکت ۳۳ کارکوونکي برمته کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو وړمه شپه ناوخته د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سړک جوونې په یوه کمپنۍ برید کړی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی د دې خبر پخلي کوي او وايي طالبانو لومړی د سړک جوړونې شرکت ۲۰ ساتونکي او وروسته یې ۱۳ تنه فني کارکوونکي نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه کسانو د خلاصون له پاره پولیس سمیې ته رسېدلي، چې له وسله والو طالبانو سره یې نښته هم رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا په دې نښته کې څلور پولیس وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.
دی وايي، تر جګړې وروسته طالبان په دې بریالي شوي، چې د سړک جوړونې شرکت دغه ساتونکي او کارکوونکي له ځان سره یوسي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار