۰
سټولټنبرګ:

طالبان جګړه نه شي کټلای ښه به وي چې سوله وکړي

شنبی ۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، طالبان د جګړې له لارې نشه ي بریالی کېدای نو ښه به دا وي، چې د سولې خبرو ته غاړه کېږي او د افغانستان روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
طالبان جګړه نه شي کټلای ښه به وي چې سوله وکړي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، طالبان د جګړې له لارې نشه ي بریالی کېدای نو ښه به دا وي، چې د سولې خبرو ته غاړه کېږي او د افغانستان روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ ټینګار کړی، که طالبان د سولې خبرو ته کېني نو ګڼې لاس ته راونې به ولري.

هغه دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د پرمختګونو سره سره اوس هم ستونزې شته، چې ترې راوتل به اسانه کار نه ي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې تاوتريخوالى، طالبان، داعش، نورې ترهګرې ډلې او فساد شته، دغه راز په حکومت کې د اصلاحاتو پر وړاندې هم ګڼ شمېر ستونزې او ننګونې شته دي.

سټولټنبرګ د افغان ولسمشر سره د اختر په ورځو کې د اوربند زړور ګام ستاينه وکړه او ويې ويل چې لږ تر لږه په ١٧ کلنه جګړه کې د لومړي ځل لپاره اوربند وشو.

د ناټو مشر وايي، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو شتون طالبانو ته دا پيغام ورکول دي، چې هغوى د جګړې په ميدان کې نه شي بریالي کېدلی . سټولټنبرګ وايي، چې ناټو به د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي