د پکتیا والي له وسله وال بریده روغ و وت

2 سرطان 1397 ساعت 10:52

سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی له یوه وسله وال برید څخه روغ وتلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی له یوه وسله وال برید څخه روغ وتلی دی.

د جمهور آژانس د د خبر له مخې د والي ویاند عبدالله حسرت زیاتوي، چې کټوازی نن شنبې د چنګاښ دوهمه له کابل څخه پکتیا ته په لاره کې و، چې په لوګر ولایت کې پرې برید شوی دی.

نوموړي دا ونه ویل، چې پر والي برید د لوګر په کومه سیمه کې شوی خو زیاته یې کړه، چې والي کټوازي ته په دې برید کې هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دغه برید په اړه وسله والو ډلو هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 105498

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105498/

جمهور
  https://www.jomhornews.com