کندهار کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

2 سرطان 1397 ساعت 14:31

سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د چنګاښ دوهمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، په یوه موتر کې چې د منځلو له پاره په سیمه کې درول شوی و، د ځای پر ځای شویو چاوېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

د چارواکو په خبره په چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

دوی وايي، دغه موټر د حاجي ظریف مارکېټ ته نېږدې د منځلو له پاره درول شوی وو.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 105511

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105511/

جمهور
  https://www.jomhornews.com