د امریکا دفاع وزارت وایي، د افغان هوایي ځواکونو او د یو شمېر نورو هېوادونو هوایي قول اردوګانو ۹ ډوله پرمختللي توغندي ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت یا پنټاګون د دغه هوايي ځواکونو د تجهیز په موخه د ۱۴۹،۱ میلیون ډالرو په ارزښت نوی قرارداد ځانګړی کړی، چې جنرال ډاینمکس شرکت ته به ورکړل شي.
د امریکا دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي، د نوې قرارداد له مخې، به (جنرال ډاینمکس) شرکت د افغانستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو هوایي قول اردوګانو ته د اړتیا وړ مهمات برابر او لېږلو ته چمتو کړي.
خبرپاڼه وايي، یاد شرکت به افغانستان، سعودي عربستان، کینیا، اردن، نایجریا او قطر هوایي قول اردوګانو ته ۹ ډوله بیلابیل پرمختللي توغندي او نور تجهیزات ورکړي.
د پنټاګونو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه قرارداد د ۲۰۲۱ میلادي کال تر فبروري میاشتې پورې بشپړ شي.
باید و ویل شي، چې امریکا تر دې وړاندې هم افغان هوايي ځواک ته یو شمېر چورلکې او تجهیزات ورکړي و، خو دا لومړی ځل دی، چې توغندي ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل