جرمني کې یوې چاودنې ۲۹ تنه ټپیان کړي دي

3 سرطان 1397 ساعت 16:03

راپورونه وايي، د جرمني د ووپرتال په ښار کې د یوې درنې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.


راپورونه وايي، د جرمني د ووپرتال په ښار کې د یوې درنې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي پولیسو ویلي، چاودنه په یوه ودانۍ کې د ننه رامنځ ته شوې او دغه ودانۍ یې ویجاړه کړې ده.

ټي آر ټي رسنۍ د پولیسو له قوله وايي، تر اوسه د چاودنې لامل نه دی معلوم خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

چاودنه د شپې په نیمايي کې رامنځ ته شوې او تر اوسه نه ده معلومه، چې کوم ترهګر برید وو که څنګه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105565

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105565/

جمهور
  https://www.jomhornews.com