۰

جرمني کې یوې چاودنې ۲۹ تنه ټپیان کړي دي

یکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۳
راپورونه وايي، د جرمني د ووپرتال په ښار کې د یوې درنې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.
جرمني کې یوې چاودنې ۲۹ تنه ټپیان کړي دي
راپورونه وايي، د جرمني د ووپرتال په ښار کې د یوې درنې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي پولیسو ویلي، چاودنه په یوه ودانۍ کې د ننه رامنځ ته شوې او دغه ودانۍ یې ویجاړه کړې ده.

ټي آر ټي رسنۍ د پولیسو له قوله وايي، تر اوسه د چاودنې لامل نه دی معلوم خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

چاودنه د شپې په نیمايي کې رامنځ ته شوې او تر اوسه نه ده معلومه، چې کوم ترهګر برید وو که څنګه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي