۰

هرات کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، له افغان ځواکونو سره په وسله واله نښته کې ۲۰ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هرات کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، له افغان ځواکونو سره په وسله واله نښته کې ۲۰ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ یاده نښته تېره شپه (دچنګاښ ۴مه) د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، طالبانو د چشت شریف ولسوالۍ په اسفرز سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ او نښته رامنځ ته شوه.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې څو ساعته نښته کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي، خو د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې بیا ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند زیاتوي، چې په وژل شویو طالبانو کې د هغوی یو مشهور قوماندان ملا ګلی هم شامل دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي