برېتانیا له افغانستان سره خپلو ملکی او نظامي مرستو ته دوام ورکوي

5 سرطان 1397 ساعت 9:13

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر په یوه سفر کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې په خبرو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د نظامي او ملکي مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.


د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر په یوه سفر کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې په خبرو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د نظامي او ملکي مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن سره ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبې د چنګاښ څلورمه په ارګ کې وکتل.

سرچینه زیاتوي دواړو لورو د افغانستان په اوسني وضعیت، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، اقتصادي پراختیا، سیمه ییزه همکارۍ او په آسیا په ځانګړې توګه په جنوبي آسیا کې د افغانستان د اقتصادي نقش پر پراختیا خبرې اترې وکړې.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر په عین وخت کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند ستاینه وکړه او ویې ویل، چې هېواد یې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې برېتانیا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو هر اړخیز ملاتړ کوي او له افغانستان سره خپلو ملکي او نظامي مرستیو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د بریتانیا حکومت په یوې اعلامیې کې د بوریس جانسون له قوله لیکلي چې وایي، افغانستان کې د ثبات له پاره پر ټولو هغو هېوادونو چې په افغانستان کې نفوذ لري، په تېره بیا له ګاونډیانو یې به په‎ دې حساس وخت کې له خپل نفوذه رغنده کار واخلي.

ولسمشر غني هم له افغانستان سره د برېتانیا د مرستیو د مننې تر څنګ له ترهګرۍ سره د سیمه ییزې او نړیوالې مبارزې په برخه کې د برېتانیا رول مهم بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 105622

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105622/

جمهور
  https://www.jomhornews.com