۰
ملګري ملتونه:

د افغانستان د سولې لپاره ښه فرصتونه رامنځ ته شوي دي

چهارشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۲
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې ټول وګړي د سولې غوښتونکي دي او داسې ښکاري چې د طالبانو په لیکو کې هم د سولې غوښتونکي ډېر شوي دي.
د افغانستان د سولې لپاره ښه فرصتونه رامنځ ته شوي دي
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې ټول وګړي د سولې غوښتونکي دي او داسې ښکاري چې د طالبانو په لیکو کې هم د سولې غوښتونکي ډېر شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي یاماموتو تادامچي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي چې امنیت شورا ته یې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې و ویل، چې په افغانستان کې د سولې لپاره هیلې ډېرې شوې دي.

د هغه په وینا وروستي اوربند او د افغان حکومت یو اړخیز یوه میاشتني اوربند د سولې لپاره نورې هم هیلې زیاتې کړې دي.

خو په وینا یې دا ورته ډېر د خواشینۍ خبره ده چې وسله‎ والو طالبانو اوربند ته دوام ورنه‎ کړ او بېرته یې د جګړې لاره خپله کړه.

د نوموړي په وینا دا یو فرصت و چې وسله‎ والو طالبانو کولی شوی تاوتریخوالی راکم کړي د سولې خبرې پیل کړي خو داسې ونه کړل.

نوموړي یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي ځکه په وینا یې د جګړې د لارې غوره کول یوازې ملکیان له ستونزو سره مخ کوي.

هغه دا هم و ویل، چې افغان حکومت د ټاکنو لپاره تیاری روان کړی دی خو دمګړی تر ټولو ډېر تمرکز د سولې پر خبرو دی او حکومت غواړي دلته روانې جګړې پای ته ورسوي.

یاماموتو همدا راز پخپلو خبرو کې ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وسله والو طالبانو ستر شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

هغه ویلي طالبان دې خپل شرطونه لري خو دغه شرطونه دې د خبرو پر مېز کېښودل شي او بحث دې ورباندې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي