لوګر کې په سوله غوښتونکي غونده چاودنې ۸ ملکیان و وژل

7 سرطان 1397 ساعت 12:10

پوخي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د سولې غوښتونکو ځوانانو په یوه غونده کې چاودنې ۱۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


پوخي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د سولې غوښتونکو ځوانانو په یوه غونده کې چاودنې ۱۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د چنګاښ ۷ مه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په اسماعیل خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په سویل ختیځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، په دغه سیمه کې یو شمېر ځوانان د سولې له پروسیې څخه د ملاتړ په موخه راغونډي شوي و، چې منځ کې یې د طالبانو له خوا چاودنه رامنځ ته شوې.

د دغه قول اردو مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې چاودنه کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم شامل دي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوی، چې دغه چاودنه د څه شي له امله رامنځ ته شوې، خو ځینې راپورونه وايي، چاودنه ځانمرګی برید وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 


د مطلب کود: 105727

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105727/

جمهور
  https://www.jomhornews.com