ولسمشر غني ننګرهار کې د یوه زر بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

10 سرطان 1397 ساعت 11:16

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یوه زر بستریز روغتون د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یوه زر بستریز روغتون د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا په ختیځ زون کې تر ټولو لوی روغتيايي کمپلکس دی، چې جوړېږي او د بنسټ ډبره یې نن یک شنبې د چنګاښ ۱۰ مه د ننګرهار چارواکو، په حضور کې د ولسمشر غني له خوا کېښودل شوه.

ارګ وايي،  دغه کمپلکس کې به چې ۲۰۰ جريبه ځمکه رانغاړي ۲۰۰ بستريز نساي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰بستریز روغتون, د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون، ۶۰۰ بسترو او د درملو د ډیپوګانو لرونکی د ننګرهار ولايت د نوي روغتون ودانۍ په کې شامله وي.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني به د دغه سفر په ترڅ کې د ننګرهار له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 105803

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105803/

جمهور
  https://www.jomhornews.com