دفاع وزارت وايي اروزګان کې ۵۵ وسله وال وژل شوي دي

11 سرطان 1397 ساعت 13:06

ملي دفاع وزارت وایي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر ۶۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وایي، اروزګان ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر ۶۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرات نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د اروزګان مرکز ترینکوټ، خاص اروزګان او چورې ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳۵ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروزګان مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د عملیاتو پر مهال بیا ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت په دغه عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو د ځینو پتڼځایونو او یوه اندازه وسلې او مهماتو له منځه وړلو خبر هم ورکوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105851

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105851/

جمهور
  https://www.jomhornews.com