۰
امریکا کې د پاکستان سفیر:

پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم درول حتمي دي

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۸
واشنګټن کې د امریکا سفیر جهانګیر صدیقي ویلي، وايي پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم درول حتمي دي او پاکستان به دا کار بشپړوي.
پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم درول حتمي دي
واشنګټن کې د امریکا سفیر جهانګیر صدیقي ویلي، وايي پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم درول حتمي دي او پاکستان به دا کار بشپړوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صدیقي له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی خو په وینا یې دا هم مهمه موخه ده، چې پر ډېورنډ کرښه اغزن سیم تاوو او په ځینو برخو کې ان دېوال و وهي.

امریکا کې پاکستاني سفیر ټینګار کړی تر هغې به افغانستان کې امنیت ټینګ نه شي تر څو پر دې کرښه اغزن سیم نه وي تاوو شوی.

 دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله د ملګرو ملتونو په خړ لېست کې شامل شو.

که څه هم د پاکستاني سفیر د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه افغان حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځول غیر قانوني کار بللی وو.

افغان حکومت ویلي، د اغزن تاز په غځولو سره په سیمه کې امنیت نه شي راتلی، بلکې پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او د ملاتړ څخه یې لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي