۰

روسیه وایي د داعش باید جرړې وایستل شي

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ننګرهار ولایت کې شوي وروستي برید ته په اشارې سره ویلي، چې باید د داعش ډلې جرړې وایستل شي.
روسیه وایي د داعش باید جرړې وایستل شي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ننګرهار ولایت کې شوي وروستي برید ته په اشارې سره ویلي، چې باید د داعش ډلې جرړې وایستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۲ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ننګرهار کې وروستی برید په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، دغه برید ثابته کړه، چې د داعش د بېخ ایستلو له پاره باید هڅې چټکې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ترهګر هڅه کوي، چې په افغانانو کې وېره خپره کړي او دا هېود د نړۍ د سولې او ثبات ته په دایمي ګواښ بدل کړي.

په خبرپاڼه کې پر افغان حکومت او افغانستان کې پر مېشتو ایتلافي ځواکونو غږ شوی، چې د افغانانو د امنیت ټینګولو له پاره هڅې زیات کړي.

باید و ویل شي، په ننګرهار کې د وروستي خوندي برید چې په کې ۱۹ تنه و وژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول مسؤولیت داعش وسله والو پر غاړه واخیست.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي