کېدای شي ټرمپ او پوتین فنلنډ کې سره وګوري

13 سرطان 1397 ساعت 9:47

روسیه وايي، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیرپوتین چمتو دی، چې له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره فنلنډ کې وګوري.


روسیه وايي، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیرپوتین چمتو دی، چې له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره فنلنډ کې وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف پرون سې شنبه د چنګاښ ۱۲ ویلي، که چېرې دواړه خواوې توافق وکړي، نو ولادیمیر پوتین او ډونالد ټرمپ ښايي مخامخ لیدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، پوتین په دې کې کومه ستونزه نه لري چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره په مختلفو مسئلو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ويل کېږي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د فنلنډ د غونډې په اړه ټیليفوني خبرې هم کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105919

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105919/

جمهور
  https://www.jomhornews.com