۰

کېدای شي ټرمپ او پوتین فنلنډ کې سره وګوري

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۷
روسیه وايي، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیرپوتین چمتو دی، چې له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره فنلنډ کې وګوري.
کېدای شي ټرمپ او پوتین فنلنډ کې سره وګوري
روسیه وايي، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیرپوتین چمتو دی، چې له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره فنلنډ کې وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف پرون سې شنبه د چنګاښ ۱۲ ویلي، که چېرې دواړه خواوې توافق وکړي، نو ولادیمیر پوتین او ډونالد ټرمپ ښايي مخامخ لیدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، پوتین په دې کې کومه ستونزه نه لري چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره په مختلفو مسئلو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ويل کېږي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د فنلنډ د غونډې په اړه ټیليفوني خبرې هم کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي