پاکستان کې موسمي باروانو ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

14 سرطان 1397 ساعت 10:25

پاکستاني رسنۍ وایي په دغه هېواد کې د سختو موسمي باروانو له امله ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.


پاکستاني رسنۍ وایي په دغه هېواد کې د سختو موسمي باروانو له امله ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې له تېرو ۱۶ ساعتونو راهیسې په لاهور ښار کې سخت باروانونه پیل شوي دي، چې امله یې مالي زیانونه هم اوښتي.

سرچینه زیاتوي، د زیاتو بارانونو له امله واټونه له اوبو ډک شوي په ځینو سیمو کې کورونه نړولي او زیان یې رامنځ ته کړی دی.

ویل کېږي، ځینو کسانو د سختو بارانونو او اوبو له امله خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د دې تر څنګ ترافیک هم ګډوډ شوي او په ځينو سیمو کې ځمک ښویېدنه هم رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې دغه موسمي بارانونه به د اګست میاشتې تر ۱۵ پورې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 105971

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105971/

جمهور
  https://www.jomhornews.com