تخار کې د افغان پوځ ۲۹ سرتېري وژل شوي دي

21 سرطان 1397 ساعت 14:04

سیمه ییز چارواکي وايي، تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال د افغان پوځ ۵۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال د افغان پوځ ۵۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور ویلي طالبانو تېره شپه (پنشنبې شپه د چنګاښ ۲۱مه) د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن پر بیز برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په دې برید کې ۲۹ افغان پوځیان وژلش وي او ۱۷ نور ټپیان شوي، خو ځينې سرچینې د افغان پوځیانو مرګ ژوبله تر دې لوړه ښيي.

تیمور ویلي، په بیز کې ټول تجهیزات، ۳ رینجر او ۳ هاموی ټانکونه او دغه راز په یاده سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو دوه پوستې هم طالبانو نیولې دي.

د هغه په وینا د پل مومن پر بیز چې د دشت ارچي او خواجه غار تر منځ د دروازې حیثیت لري او که چېرې خواجه غار ته د طالبانو د ننوتو مخه ونه نیول شي، ښايي دغه ولسوالي سقوط شي.

دفاع وزارت او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 106257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com