هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي

26 سرطان 1397 ساعت 14:47

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده پېښه تېره شپه(د چنګاښ ۲۶ مه) ناوخته د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، یاده پېښه د یوه سراچې او یوه رېنجر موټر د ټکر له امله د کندهارـ ګرشک تر منځ په لویه لار رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، په دغه پېښه کې دوه مېرمنې او دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځواک د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو ګړندۍ تګ او بې پروايي په ګوته کړه.

جمهورخبري آژانس: هلمند
 
 


د مطلب کود: 106416

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106416/

جمهور
  https://www.jomhornews.com