والسترېت ژورنال:

افغان حکومت له طالبانو سره د یوه بل اروبند په لټه کې دی

26 سرطان 1397 ساعت 15:11

والسټرېټ ژورنال ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي افغان حکومت له طالبانو سره پر دویم اوربند غور کوي.


والسټرېټ ژورنال ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي افغان حکومت له طالبانو سره پر دویم اوربند غور کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې زیاته کړې، چې حکومت غواړي په راتلونکي لوی اختر کې له طالبانو سره پر اوربند سلا شي.

والسټرېټ ژورنال لیکلي، په تېر اختر کې د اوربند تجربه بریالۍ وه، نو له همدې امله حکومت په دې هڅه کې دی چې په راتلونکي اختر کې هم ورته اوربند رامنځ ته شي او خلک په سوله کې ژوند وکړي.

ورځپاڼې د افغان چارواکو له قوله ویلي امریکا او افغان حکومت په دې اړه هڅې پیل کړې دي او ښايي مثبته پایله ولري.

تر دې وړاندې هم افغان حکومت ویلي وو، چې راتلونکي اختر کې به بیا د اوربند هڅه کېږي او د دغه اوربند موده به هم لسو ورځو ته غځول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106419

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106419/

جمهور
  https://www.jomhornews.com