۰
حکمتيار:

د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې ورکړل شوې شمېره دروغ ده

سی شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۴
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او حکومت هغه څرګندونې دروغ وبللې، چې ویلي یې دي، د ټاکنو له پاره نېږدې ۹ میلیونه رایه ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده.
د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې ورکړل شوې شمېره دروغ ده
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او حکومت هغه څرګندونې دروغ وبللې، چې ویلي یې دي، د ټاکنو له پاره نېږدې ۹ میلیونه رایه ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار نن سه شنبې د چنګاښ ۲۶ مه کابل کې یوې خبري غونډې ته و ویل، چې یوازې درې میلیونه او شپږ سوره زره کسانو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده.

نوموړي و ویل، کوم ارقام چې په دې اړه کمېسیون او یا هم حکومت ورکړي، له درواغو ها خوا بل څخه نه دي.

حکمتیار زیاته کړه، چې کابل ته یې د رتلو سره سم د ولسمشر غني سره په لومړی لیدنه کې د ټاکنو د شفافیت غوښتنه کړې و او اوس هم وغواړي، چې ټاکنې عادله او شفافې تر سره شي.

هغه و ویل، چې نه کوم وزارت غواړي او نه هم کوم سفارت بلکې یوازینۍ غوښتنه یې همدا دا ده، چې ټاکنې شفافې او عادلانه تر سره شي.

خو په وینا یې ولسمشر غني د ټاکنو د شفافیت او عادلانه تر سره کېدو په برخه کې د خپلو کړو ژمنو خلاف عمل کوي.

ده و ویل، چې په تېرو ټاکنو کې د ګڼې درغلۍ او نه شفافیت له امله خلکو پر ټاکنو باور له لاس ورکړی او دا ځل هم د خلکو د نوم لیکنې بهیر بېخي پڅ وو.

حکمتیار د ولسمشر د هغه څرګندونو په اړه چې د سیاسي احزابو او سیاسي څېرو په اړه یې وکړې هم غبرګون وښود او ویې ویل، هېڅوک نه شي کولای سیاسي احزاب نفې کړي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي، چې که دا سیاسي حزبونه وي نو وسله والې ډلې څه کوي او دوی په دې تېرو ۴۰ کلونو کې کومه طرح پرته له بحران څخه نه درلوده او نه هم د ولس استازیتوب کولای شي.

خو حکمتیار و ویل، چې سیاسي حزبونه د خلکو له منځ څخه راپورته شوي او هدف یې هم د ولس ستونزې مطرح کول دي، چې د دوی له شتون پرته ټاکنې کومه مانا نه لري.

هغه ټینګاروکړ، چې دوی یوازې شفافې ټاکنې تر سره کېدل غواړي، چې د افغانستان ټول خلک په پارلمان کې خپل استازي ولري او د ټاکنو پایله ولس ته د منلو وي، نه دا چې بهرنیو په خوښه وي.

نوموړي و ویل دوی داسې ټاکنې غواړي، چې په پای کې یې بایلونکی نوماند ګټونکي نوماند ته مبارکي ورکړي نه دا چې پر پایلو یې سره نښتي وي او بحران رامنځ ته شي.

هغه و ویل، چې په افغانستان کې د بحران د حل لپاره د هغه چا ملګرتیا ته هم چمتو دی چې پخوا یې ورسره جګړه کړې. حکمتيار د يو شمير سياستوالو له خوا د موقت حکومت جوړيدو له وړانديز سره هم مخالفت وکړ او ويې ويل اوسنی حکومت هم موقت دی او کمه موده يې پاتې بايد خپل وخت پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي