ازبکستان د افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې په برخه کې مرسته کوی

27 سرطان 1397 ساعت 8:34

د ازبکستان رسنۍ وايي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګري پراخه او په دې ډول د افغانستان د سوداګرۍ په وده کې مرسته وکړي.


د ازبکستان رسنۍ وايي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګري پراخه او په دې ډول د افغانستان د سوداګرۍ په وده کې مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، چې په همدې موخه ازبک چارواکو له افغان چارواکو سره پر یو لړ اقتصادي او سوداګریزه مسایلو مهمې خبرې اترې کړې دي.

د ازبکستان د بهرني اقتصاد وزارت چارواکو ویلي، چې دا مهال د افغانستان او ازبکستان تر منځ سوداګرۍ ۱۸ سلنه پرمختګ کړی او تمه ده، چې دا کچه نوره هم لوړه شي.

افغانستان او ازبکستان دمګړۍ د ۶۱۷.۱ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لري خو ازبک چارواکو ویلي افغان سوداګرو ته به پخپل هېواد کې اسانتیاوې برابره کړي، تر څو سوداګري نوره هم وده وکړي.

په ورته وخت افغان چارواکو له ازبکستان څخه غوښتي، چې د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ په افغانستان کې پانګونې ته هم پاملرنه وکړي.

افغان چارواکي وايي، ازبکستان کولای شي، د کانونو، نساجۍ فابریکو او دې ته ورته نورو برخو کې پانګونه وکړي او د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106433

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106433/

جمهور
  https://www.jomhornews.com