برېتانیا او امریکا له پوهنې وزارت سره ۸۰ میلیونه ډالر مرسته کړې

27 سرطان 1397 ساعت 8:42

برېتانیا او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د ۸۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.


برېتانیا او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د ۸۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرسته لومړنیو او منځنیو زده کړو ته د افغان نجونو د لاس رسي په موخه شوې ده.

کابل کې د برېتانیا سفیر نیکولاس پرون سه شبنې د چنګاښ ۲۶ مه د دغه مرستې د اعلان پر مهال و ویل، چې د دې مرستې پر مټ به افغان له زده کړو بې برخې نجوني معیاري زده کړو ته لاس رسی ومومي.

د هغه په وینا د دې پروګرام په دویم پړاو کې به د افغانستان له پوهنې وزارت سره شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالره مرسته وشي چې له دې جملې څخه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې شاوخوا ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده او پاتې نورې به ژر افغانستان ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې، په دې سره به یو ځل بیا ۳۰۰ زره نجونو ته په کې د زده کړو موکه برابره او په ځانګړې توګه به نږدې ۷۰زره نجونې وکولی شي چې منځنیو او حرفوي زده کړو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106435

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106435/

جمهور
  https://www.jomhornews.com