ملي امنیت اروزګان کې د طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی

27 سرطان 1397 ساعت 12:01

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرکز د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د اروزګان د ملي امنیت ادارې رییس عبدالصمد شمن وايي، امنیتي ځواکونو له دغه مرکز څخه لسګونه کړۍ ماینونه او د ماین جوړولو وسایل نیولي او شنډ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو له دغه ماینونو د افغان ځواکونو پر ضد کار اخیست خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي، ولې پلټنې دوام لري.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 


د مطلب کود: 106441

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106441/

جمهور
  https://www.jomhornews.com