۰

ملي امنیت اروزګان کې د طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی

چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی دی.
ملي امنیت اروزګان کې د طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرکز د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د اروزګان د ملي امنیت ادارې رییس عبدالصمد شمن وايي، امنیتي ځواکونو له دغه مرکز څخه لسګونه کړۍ ماینونه او د ماین جوړولو وسایل نیولي او شنډ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو له دغه ماینونو د افغان ځواکونو پر ضد کار اخیست خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي، ولې پلټنې دوام لري.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي