پاکستان د دریو ورځو له پاره د افغانستان سره لارې بندوي

28 سرطان 1397 ساعت 10:55

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې په هېواد کې د ټاکنو له پاره به د دریو ورځو له پاره د افغانستان سره خپلې دروزې د تګ راتګ په مخه وتړلي.


پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې په هېواد کې د ټاکنو له پاره به د دریو ورځو له پاره د افغانستان سره خپلې دروزې د تګ راتګ په مخه وتړلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکي وايي، دغه اقدام د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په موخه کوي.

دوی ویلي د روانې میلادي جولای میاشتې پر ۲۵، ۲۶ او ۲۷ ورځ دغه لارې بندې وي او هېچا ته هم د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

ها خوا بیا د بلوچستان ایالت چارواکو هم په دې ایالت کې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په خاطر د ګامونو اچتولو اعلان کړی دی.

پاکستان دغه اقدام پر داسې مهال اخلي، چې په تېرو څو ورځو کې په خیبرپښتونخوا او بلوجستان کې پر ځینو ټاکنیزو غوندو خونړي ځانمرګي بریدونه وشول، چې په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106477

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106477/

جمهور
  https://www.jomhornews.com