له قزاقستان څه باندې درې زره ټنه اوړه افغانستان ته را لېږدول کېږي

28 سرطان 1397 ساعت 11:00

قزاقي رسنۍ د خپل هېواد د چارواکو له قوله وايي، له قزاقستانه د رېل په پنځوسو ډبو کې ۳۳۰۰ ټنه اوړه د افغانستان لور ته بار شول.


قزاقي رسنۍ د خپل هېواد د چارواکو له قوله وايي، له قزاقستانه د رېل په پنځوسو ډبو کې ۳۳۰۰ ټنه اوړه د افغانستان لور ته بار شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اوړه  له نوې لارې چې څه باندې درې نیم زره کیلومتره اوږده ده له ترکمنستانه تېرېږي او افغانستان ته رسېږي را لېږدول کېږي.

قزاقي رسنۍ د خپلو چارواکو له خولې لیکي، چې نوې لار تر پخوانۍ نژدې دوه نیم برابره لنډه ده.

افغانستان به پخوا ډیر غنم او اوړه له پاکستانه واردول خو اوس یې د غنمو او اوړو په برخه کې ډیره تکیه پر قزاقستان ده.

باید و ویل شي، چې قزاقستان د افغانستان ترڅنګ، ایران، تاجکستان او ازبکستان ته هم غنم صادروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com