ننګرهار کې یو بل ښوونځي ته اور اچول شوی دی

28 سرطان 1397 ساعت 13:51

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې د نجونو یو بل ښوونځي ته اور ورته کړی او لږ سوځېدلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې د نجونو یو بل ښوونځي ته اور ورته کړی او لږ سوځېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره (د پنشنبې شپه د چنګاښ ۲۸ مه) د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ناپېژانده وسله والو په یاده ولسوالۍ کې د چمتلې په نوم د نجونو لېستې ته اور اچولی وو.

نوموړي زیاته کړه، چې امنیتي مسؤولین په وته د پېښې ځای ته ورسېدلي او د ډېر زیان اوښتو مخه یې نیولي ده.

د خوږیاڼو ولسوال هم د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، د لېسې دوه خېمې، چې په کې پنځه فرشونه و سوځېدلي دي او نور زیان نه دی اوښتی.

د هغه په وینا د پېښې سره  د تړاو په تور د یادې لېسې ساتونکي نیول شوي او دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د ښوونځیو د سوځولو پېښې زیاتې شوې دي.

یوازې په تېره اوونۍ کې دوه ښوونځي په لوګر او دا دریم ښوونځی دی، چې په ننګرهار ولایت کې سوځول کېږي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 106488

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106488/

جمهور
  https://www.jomhornews.com