ملي امنیت هرات کې د طالبانو استخباراتي مسوول نیولی دی

30 سرطان 1397 ساعت 11:18

د هرات د ملي امنیت اداره خبر ورکوي، چې د دغه ولایت له پاره د طالبانو استخباراتي مسؤول یې له دوه همکارانو سره یو ځای نیولی دی.


د هرات د ملي امنیت اداره خبر ورکوي، چې د دغه ولایت له پاره د طالبانو استخباراتي مسؤول یې له دوه همکارانو سره یو ځای نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات ولایت د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوی کس څه موده وړاندې د طالبانو له خوا د هرات ولایت د استخباراتو د مسؤول په توګه ټاکل شوی وو.

په خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی خو وايي، دوی په هرات ښار کې نیول شوي دي او شنډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو د ماین اېښودولو په ۱۵ پېښو، ۶ ځلې په امنیتي پوستو په بریدونو او دغه راز د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې د پوله ساتو ځواکونو د ۶۸ کنډک په سقوط کې لاس درلود.

خبرپاڼه وايي نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیه یې تر څېړنې لاندې نیولې ده.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 


د مطلب کود: 106519

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106519/

جمهور
  https://www.jomhornews.com