۰

ملي امنیت هرات کې د طالبانو استخباراتي مسوول نیولی دی

شنبی ۳۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۸
د هرات د ملي امنیت اداره خبر ورکوي، چې د دغه ولایت له پاره د طالبانو استخباراتي مسؤول یې له دوه همکارانو سره یو ځای نیولی دی.
ملي امنیت هرات کې د طالبانو استخباراتي مسوول نیولی دی
د هرات د ملي امنیت اداره خبر ورکوي، چې د دغه ولایت له پاره د طالبانو استخباراتي مسؤول یې له دوه همکارانو سره یو ځای نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات ولایت د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوی کس څه موده وړاندې د طالبانو له خوا د هرات ولایت د استخباراتو د مسؤول په توګه ټاکل شوی وو.

په خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی خو وايي، دوی په هرات ښار کې نیول شوي دي او شنډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو د ماین اېښودولو په ۱۵ پېښو، ۶ ځلې په امنیتي پوستو په بریدونو او دغه راز د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې د پوله ساتو ځواکونو د ۶۸ کنډک په سقوط کې لاس درلود.

خبرپاڼه وايي نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیه یې تر څېړنې لاندې نیولې ده.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي