۰

جنرال دوستم نن کابل ته راځي

یکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۹
ټاکل شوې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له نېږدې یو کلنې جلا وطنۍ بېرته هېواد ته راستون شي.
جنرال دوستم نن کابل ته راځي
ټاکل شوې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له نېږدې یو کلنې جلا وطنۍ بېرته هېواد ته راستون شي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، جنرال دوستم د هغه موافقې له مخې کابل ته راستنېږي، چې د نوموړي او حکومت تر منځ په ترکیه کې شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي، ښاغلی دوستم به نن یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه کابل ته راشي او د لومړي مرستیال په توګه به کار پیل کړي.

خو وايي، پر جنرال دوستم لګېدلي تورنه او د هغه پر ضد ادعاوې به د افغانستان د عدلي او قضايي ادارې له خوا د قانون په چوکاټ کې څېړل کېږي.

د جنرال دوستم د بېرته راګرځېدو خبره هغه مهال توده شوه، چې په شمال کې د هغه د یوه وتلي قوماندان نظام الدین قیصاري تر نیولو وروسته د جنرال دوستم پلویانو په لاریونو لاس پورې کړ.

دوی له نېږدې دریو اونیو راهیسې په شمالي ولایتونو کې په لاریونو لاس پورې کړی، دولتي ادارې او مهم بندرونه یې تړلي او هېواد ته د دوستم د راوستلو او د قیصاري د خوشي کولو شعارونه ورکوي.

تمه کېږي، چې د دوستم په راتګ سره به په شمال کې روان وضعیت کابو او روان لاریونونه به پای ته ورسېږي.

باید و ویل شي، چې جنرال دوستم نېږدې یو کال وړاندې له احمد اېشچي سره په ناوره چلند تورن شو چې تر هغې وروسته ترکیې ته ولاړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي