خوست کې ۲۵ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي دي

1 اسد 1397 ساعت 9:48

د خوست امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د بېلا بېلو جرمونو په تور د ۲۵ کسانو او له هغوی سره د وسلو د نیولو خبر ورکوي.


د خوست امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د بېلا بېلو جرمونو په تور د ۲۵ کسانو او له هغوی سره د وسلو د نیولو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان سمونوال اختر محمد نورزی وايي، د تلاشیو او عملیاتو پر مهال ۲۵ تنه چې، د نشه يي توکو په قاچاق، وژنو، وسله والو غلو، د ځمکو په غصب او قمار په تور نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له نیول شوېو کسانو دوه تښتول شوي موټر، نقدې روپۍ، څلور تفنګچې، دوه کلاشینکوفونه او یوه اندازه نشه‎يي توکي تر لاسه شوي.

د خوست امنیه قوماندان وايي، د نیول شویو کسانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي او له قانون سره سم چلند به ورسره وشي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 


د مطلب کود: 106594

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106594/

جمهور
  https://www.jomhornews.com