د حیرتان او آقینې بندرونه د ترافیکو پر مخ خلاص شول

1 اسد 1397 ساعت 10:08

د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تر څرګندونو وروسته د هغه پلوي لاریون کوونکو د حیرتان او آقینې مهم بندرونه د ترافیکو پر مخ خلاص کړي دي.


د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تر څرګندونو وروسته د هغه پلوي لاریون کوونکو د حیرتان او آقینې مهم بندرونه د ترافیکو پر مخ خلاص کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال دوستم پرون یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه مازیګر مهال کابل ته راغی او ولسمشر ماڼۍ ته په رسېدو سره سم یې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له خپلو پلویانو وغوښتل، چې لاریونونه پای ته ورسوي، او ټولې لارې او ولایتي ادارې بېرته خلاصې کړي.

د جنرال دوستم پلوي لاریون کوونکو له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې په لاریونو لاس پورې کړی و، او د شمال په ځینو ولایتونو کې یې دولتي او نورې ادارې او دغه راز لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړلې وې.

د دوی لاریون د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو او هېواد ته د جنرال دوستم د راستنولو په موخه پیل شوی، چې د لارو بندېدو له امله یې سوداګرو ته میلیونه ډالر زیان واړوه.

خو جنرال دوستم هېواد ته په رسېدو سره له هغوی وغوښتل، چې ټولې لارې د سوداګرو پر مخ پرانیزي او دغه راز دولتي ادارو خپل کار ته پېږدي.

اوس له سیمې راپورنه وايي، چې د جنرال دوستم پلویانو د هغه خبره منلې او د حیرتان او آقینې بندرونه یې د ترافیکو پر مخ خلاص کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ د دغه لارو په پرانستو سره د ګڼو موټر تګ راتګ پیل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 
 


د مطلب کود: 106595

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106595/

جمهور
  https://www.jomhornews.com