د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم تر څرګندونو وروسته د هغه پلوي لاریون کوونکو د حیرتان او آقینې مهم بندرونه د ترافیکو پر مخ خلاص کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال دوستم پرون یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه مازیګر مهال کابل ته راغی او ولسمشر ماڼۍ ته په رسېدو سره سم یې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له خپلو پلویانو وغوښتل، چې لاریونونه پای ته ورسوي، او ټولې لارې او ولایتي ادارې بېرته خلاصې کړي.
د جنرال دوستم پلوي لاریون کوونکو له تېرو ۲۱ ورځو راهیسې په لاریونو لاس پورې کړی و، او د شمال په ځینو ولایتونو کې یې دولتي او نورې ادارې او دغه راز لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړلې وې.
د دوی لاریون د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو او هېواد ته د جنرال دوستم د راستنولو په موخه پیل شوی، چې د لارو بندېدو له امله یې سوداګرو ته میلیونه ډالر زیان واړوه.
خو جنرال دوستم هېواد ته په رسېدو سره له هغوی وغوښتل، چې ټولې لارې د سوداګرو پر مخ پرانیزي او دغه راز دولتي ادارو خپل کار ته پېږدي.
اوس له سیمې راپورنه وايي، چې د جنرال دوستم پلویانو د هغه خبره منلې او د حیرتان او آقینې بندرونه یې د ترافیکو پر مخ خلاص کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ د دغه لارو په پرانستو سره د ګڼو موټر تګ راتګ پیل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:شمال