ننګرهار کې وسله والو په یوه جومات کې درې تنه وژلي دي

1 اسد 1397 ساعت 10:14

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو په یوه جومات په برید کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو په یوه جومات په برید کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره (دوشنبې شپه د زمري اوله) د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، وسله والو کسانو په یاده سیمه کې پر یوه جومات برید کړی، چې په ترڅ کې یې درې تنه وژل شوي او څلورنور ټپیان شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل او نه هم چا تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106597

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106597/

جمهور
  https://www.jomhornews.com