لوګر کې د خپل ماین چاودنې ۱۰ طالبان وژلي دي

1 اسد 1397 ساعت 16:19

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې پر وسله والو طالبانو د خپل ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې پر وسله والو طالبانو د خپل ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د امنیه قومانداني ویاند شاپور احمدزي ویلي، دغه پېښه نن دوشنبې د زمري اوله د سهار شاوخوا ۱۰ بجې د لوګر ولایت د مرکز اړوند بابوس کلي کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د بابوس کلي په یوه جومات کې د ماین پر جوړولو بوخت و، چې ورباندې چاودنی او ۱۰ طالبان یې وژلي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 


د مطلب کود: 106625

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106625/

جمهور
  https://www.jomhornews.com