۰

ولسمشر غني د بادغیس د برېښنا سب سټېشن پرانسته وکړه

پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بادغیس ته تللی په دغه ولایت کې د برېښنا د یوه سب سټېشن پرانسته وکړه.
ولسمشر غني د بادغیس د برېښنا سب سټېشن پرانسته وکړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بادغیس ته تللی په دغه ولایت کې د برېښنا د یوه سب سټېشن پرانسته وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او ورسره پلاوی چې په کې د ترکمنستان د انرژۍ وزیر هم ملګری و، نن پنشنبې د زمري ۴ مه بادغیس ته ولاړ او په مرکز قلعه نو کې یې د ۱۱۰ کیلو ولټه برېښنا د سب سټیشن پرانست.

دا سب سټشن چې ۷۰۰۰ کورنیو ته به برېښنا برابره کړي د پرانستې په مراسمو کې یې ښاغلي غني دغه پروژه مهمه وبلله.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د بادغیس خلکو ته و ویل« زه دلته د دوه ساعتونو لپاره نه یم راغلی چې یو سویچ تاو کړم، نن او سبا یم تاسې ټولو سره به خبرې کوم.»

ټاکل شوې، چې پدې سفر کې به ولسمشر د بادغیس له نظامي، ملکي مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ښوونکو او د ولایتي شورا له وکیلانو سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي