جوزجان کې ۲۳ داعشیان پولیسو ته تسلیم شوي دي

4 اسد 1397 ساعت 14:14

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې د داعش ۲۳ وسله وال سیمه ییز پولیسو ته تسلیم شوي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، جوزجان ولایت کې د داعش ۲۳ وسله وال سیمه ییز پولیسو ته تسلیم شوي او له جګړې یې لاس اخیستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د زمري ۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه شمېر داعشیان د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې محلي پولیسو ته تسلیم شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو تسلیم شویو داعشیانو د ډلې مشري د محمد قاسم په نوم یو تن کولهو چې خپل ۱۰ میله کلاشنکوفونه، ۱۷ عدده شاجورونه، یو میل سل ډزې، دوه پایې آیکم مخابرې یې هم د درزاب ولسوالۍ د پيتو په کلي کې د شېرمحمد په نوم د سیمه ییزه پولیسو قوماندان ته سپارلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم پوځي چارواکو په دغه ولایت کې د ۱۱ داعشیانو د تسلیمېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 


د مطلب کود: 106743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com