عمران خان وايي امریکاي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي

6 اسد 1397 ساعت 9:03

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په تاکنو کې تر ټولو مخکښ او دغه ټاکنې یې ګټلې ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.


د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په تاکنو کې تر ټولو مخکښ او دغه ټاکنې یې ګټلې ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه و وځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان کې چې پرون جمعه د زمري ۵ مه یې خپلو پلویانو ته وینا کوله و ویل، چې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو شتون ځینې ستونزې زېږولې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې له امریکا سره به د شریکو ګټو او ښې ملګرتیا لپاره اړیکې جوړوي، خو دغه هېواد دې له افغانستان خپل سرتېري وباسي، ځکه د دوی حضور په سیمه کې د ځينو ستونزو لامل ګرځېدلی دی.

عمران خان په پاکستان کې د پراخو اقتصادي او سوداګریزو اصلاحاتو ژمنه هم کړې ده او وايي چې میلیونونه وګړو ته به د اصلاحاتو له لارې د کار او ښه ژوند زمینه برابره کړي.

د تحریک انصاف ګوند مشر ویلي، چې حکومتولي به اصلاح کړي، ستونزې به له منځه یوسي، د ترهګرۍ ضد مبارزه به ګړندۍ کړي او د سیمې له هېوادونو سره به قوي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.

باید و ویل شي، چې د پاکستان پارلماني او ایالتي څوکیو له پاره ټاکنې د تېرې پنشنبې د زمري ۴ مه باندې تر سره شوې، چې په کې عمران خان د ۱۱۸ څوکیو په ګټلو سره تر ټولو ګوندونو مخکښ او د صدارت د څوکۍ له پاره ۲۷ نور څوکیو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106768

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106768/

جمهور
  https://www.jomhornews.com