۰

عمران خان وايي امریکاي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي

شنبی ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په تاکنو کې تر ټولو مخکښ او دغه ټاکنې یې ګټلې ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.
عمران خان وايي امریکاي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په تاکنو کې تر ټولو مخکښ او دغه ټاکنې یې ګټلې ویلي، چې امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه و وځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان کې چې پرون جمعه د زمري ۵ مه یې خپلو پلویانو ته وینا کوله و ویل، چې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو شتون ځینې ستونزې زېږولې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې له امریکا سره به د شریکو ګټو او ښې ملګرتیا لپاره اړیکې جوړوي، خو دغه هېواد دې له افغانستان خپل سرتېري وباسي، ځکه د دوی حضور په سیمه کې د ځينو ستونزو لامل ګرځېدلی دی.

عمران خان په پاکستان کې د پراخو اقتصادي او سوداګریزو اصلاحاتو ژمنه هم کړې ده او وايي چې میلیونونه وګړو ته به د اصلاحاتو له لارې د کار او ښه ژوند زمینه برابره کړي.

د تحریک انصاف ګوند مشر ویلي، چې حکومتولي به اصلاح کړي، ستونزې به له منځه یوسي، د ترهګرۍ ضد مبارزه به ګړندۍ کړي او د سیمې له هېوادونو سره به قوي اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.

باید و ویل شي، چې د پاکستان پارلماني او ایالتي څوکیو له پاره ټاکنې د تېرې پنشنبې د زمري ۴ مه باندې تر سره شوې، چې په کې عمران خان د ۱۱۸ څوکیو په ګټلو سره تر ټولو ګوندونو مخکښ او د صدارت د څوکۍ له پاره ۲۷ نور څوکیو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي