کاپيسا کې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله وال وژل شوي دي

6 اسد 1397 ساعت 11:35

په شمال کې د پوځ چارواکي په کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.


په شمال کې د پوځ چارواکي په کاپیسا ولایت کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن شنبې د زمري ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې اوښتې ده.

سرچینه وایي، افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۹ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د تګاب کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي، چې عملیات لا هم دوام لري او تر اوسه په کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهوخبري آژانس:کاپیسا
 
 


د مطلب کود: 106778

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106778/

جمهور
  https://www.jomhornews.com