اندونیزیا کې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

7 اسد 1397 ساعت 10:18

راپورنه وايي، د اندونیزیا په یوه سیاحتي سیمه کې سختې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورنه وايي، د اندونیزیا په یوه سیاحتي سیمه کې سختې زلزلې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې خلک په خوب ویده و، چې ۶،۴ درجې زلزلې تر ډېره د لومبوک سیاحتي جزیرې برخې ولړزولې.

اندونیزیايي پولیس وايي، د دغه زلزلې له امله درې تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

پولیسو د اوښتو زیانونو کچه نه ده یاده کړې، خو وايي چې په سیمه کې اکثریت ودانۍ او کورونه زیانمن شوي دي.

د لومبوک دا جزیره مهمه سیاحتي سیمه ګڼل کېږي چې لسګونه خلک یې لیدلو ته ورځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106810

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106810/

جمهور
  https://www.jomhornews.com