۰
دفاع وزارت:

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له لرې پرتو او کم نفوسه سیمو راټولېږي

یکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۴
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، ومنله چې د یوه مخکني پلان له مخې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له لرې پرتو او کم نفوسه سیمو راشاته کړای شي او په مهمو سیمو کې ځای پر ځای شي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له لرې پرتو او کم نفوسه سیمو راټولېږي
 د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، ومنله چې د یوه مخکني پلان له مخې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له لرې پرتو او کم نفوسه سیمو راشاته کړای شي او په مهمو سیمو کې ځای پر ځای شي.

دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن یک شنبې د زمري ۷ مه له جمهور خبري آژانس سره په یوه تلېفوني مرکه کې وکړه.

ښاغلي رادمنش و ویل، چې د یوه مخکني پلان د طرحې له مخې به د ځینو لرو پرتو او کم نفوسه سیمو څخه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه راټول او په مهمو او ستراتېژیکو ځایونو کې به ځای پر ځای کړای شي.

نوموړي و ویل، چې دا پلان له مخې پیل شوی او تر اوسه د پکتیا، غزني، غور او فراه ولایتونو له ځینو لرې پرتو سیمو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شاه تګ کړی او دا پروسه لا هم دوام لري.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند و ویل، حکومت دا کار د دوه موخو له پاره کوي، لومړی دا چې په مهمو او ستراتېژیکو سیمو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمرکز زیات او امنیت کابو شي او دوهم دا چې په لرې پرتو سیمو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې او پر هغوی د چرکي بریدونو مخنیوی وشي.

د هغه په وینا د دې پلان له مخې کومه سیمه طالبانو ته نه سپارل کېږي، بلکې افغان ځواکونه له هغه سیمو شاه تګ کوي، چې ستراتېژیکې نه دي او ګڼه ګونه هم په کې زیاته نه ده.

دفاع وزارت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکايي لوړ پوړو چارواکو ویلي، د ولسمشر ټرمپ ادارې له افغان امنیتي ځواکونو غوښتي، چې د افغانستان له لرې پرتو او کم نفوسه سیمو څخه راووځي.

نیویارک ټایمز ورځپانې د دریو امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه کړي له قوله کړې او ویلي یې دي، چې دا د ډونالډ ټرمپ د ستراتېژۍ د پالیسۍ یوه برخه ده.

امریکايي چارواکو ورځپاڼې ته زیاته کړې، چې له دې کار څخه دوه موخې دي لومړی دا چې په هغه سیمو کې له ګواښه ډکې دي، د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه او تلفات راکم شي او بل به د امنیتي ځواکونو فکر د لویو او عمده ښارونو امنیت باندې راټول شي.

خو په ورته وخت کې نیویارک ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې ځینو افغان قوماندانانو د امریکا د دغه پالیسۍ مخالفت کړی دی.

د هغه په وینا افغان قوماندانو ځکه د دې کار مخالفت کړی، چې هغوی باور کوي، که له ځینو سیمو څخه شاتګ وکړي، نو د سیمې خلک به فکر وکړي، چې ګنې د دوی سره یې خیانت کړی دی.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب بیا نیویارک ټایمز ته د یوه ایمیل په کولو سره دا خبره رد کړې، چې ګنې افغان ځواکونو له لرې پرتو سیمو شاه تګ کوي او دغه سیمې طالبانو ته پرېږدي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغان حکومت غواړی لومړی د لویو او عمده ښارونو امنیت خوندي کړي او وروسته تر هغې لرې پرتو سیمو ته لاس ور اوږد او امنیت یې کابو کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي