محمد نبي په نړیوال کرکټ کې دوهم مقام خپل کړ

8 اسد 1397 ساعت 13:38

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسي خېل د کرکټ په نوې نړیواله درجه بندۍ کې دوهم مقام خپل کړ.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسي خېل د کرکټ په نوې نړیواله درجه بندۍ کې دوهم مقام خپل کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د د کرکټ بورډ د نړیوالې ادراې یا آی سي سي له خوا نن دوشنبې د زمري ۸ مه په خپره شوې درجه بندۍ کې افغان لوبغاړی محمد نبي د نړۍ په کچه دوهم الروانډر لوبغاړی اعلان شوی دی.

په دغه درجه بندۍ کې لومړی مقام د بنګلدېش لوبغاړي شکیب الحسن خپل کړی، په دوهم مقام کې محمد نبي او په درېیم مقام کې هم د پاکستان محمد حفیظ راغلی دی.

دغه راز په څلور نمبر د نیوزیلنډ لوبغاړی او په پنځم نمبر هم د ویسټ اندیز لوبغاړی راغلي دي.

باید و ویل شي، چې اوس محمد نبي په T20 او ODI لوبو کې دالراونډرانو په برخه کې دوهم مقام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 106871

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106871/

جمهور
  https://www.jomhornews.com